د روغتیا د نړیوالي ادارې مرستندویي جوپي کابل ته ورسېدل
Nov 08, 2021 10:11 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوالي ادارې اعلان وکړ چي د روغتیایي توکو او درملو په شمول یوه مرستندویه جوپه یې افغانستان ته لېږدولې ده.
د دغه سازمان پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې دغه روغتیایي کڅوړه د قطر هېواد په همکارۍ د پنځه زره افغان ماشومانو لپاره کابل ته راورسېده.
دغه سازمان خبر ورکوي چې د اګېسټ میاشتې له ۳۰مې وروسته یې له افغانستان سره د ۶۰ ټنه روغتیایي توکو مرسته کړې ده.
تر دې وړاندې هم دغه سازمان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر داسې مهال کابل ته د روغتیایي توکو رالېږد خبر ورکوي چې اوسمهال د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې روغتیایي بنسټونه د درملو او روغتیایي توکو له کمښت سره مخ دي.
ټیګونه