د افغانستان په هکله نړیوال کنفرانس
د افغانستان د نویو حالاتو په هکله د نړیوال کنفرانس، ګډون کوونکو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د یوې دایمي معلوماتي مرکز د جوړولو په ضرورت تاکید وکړ.
د افغانستان د نویو حالاتو کنفرانس د (باید او نباید) تر عنوان لاندې د قرقیزستان په پلازمیني بیشکک کې تر سره شو، له جرمني، فرانسې، روسیې، ازبکستان، قزاقستان، ایران، هند او ترکیې کارپوهان په افغانستان کې د وروستي جیوپولیټیکل بدلونونو او په مرکزي اسیا هیوادونو باندې د هغه د اثراتو په هکله خبري اتري وکړې.
د دې کنفرانس ګډونوال په یوه بیانیه کې د سیمي د هیوادونو تر مینځ په همکاری باندې ټینګار کوي تر څو له افغانستان سیاسي شخړې او وسله ایزې لانجې او ټروریستي فعالیتونه د مرکزی اسیا هیوادونو ته لاره پیدا نه کړي،
د دې کنفرانس ګډونوالو ټینګار وکړ چي مرکزی اسیا او همدارنګه د سیمي هیوادونه باید یوه ګډ معلوماتي مرکز جوړ کړي تر څو کارپوهان له یو بل سره خپل تجربیات او پوهي د منظمو غونډو له لاري شریک کړي او د ګواښونو او ننګونو په وړاندې له یو بل څخه ملاتړ وکړي.
افغانستان چي د اګوست له ۱۵ راپه دې خوا د اشرف غنی د حکومت له ړنګېدو سره سم د طالبانو لاس ته ورغلی دی له نوي سیاسي بدلونونو سره مخامخ شوی دی، دغه مساله په افغانستان کې دننه او هم له افغانستان بهر د سیمي او د نړۍ یو شمېر هیوادونو ته اندیښنې رامینځ کړې دي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره داسي انګېړنې موجود دي چي په دغه هیواد کې جیوپلتیک بدلونونه په سیمه ایزو مسایلو په تېره بیا په امنیتي اړخ کې ژوري اغیزي پرې باسي.
د طالبانو د واکمنی پر مهال د افغانستان په هکله د هیوادونو د ګډي مفکوري او درک له مخې یوه کنفرانس د بیشکک په ښار کې تر سره شو تر څو ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان د نویو حالاتو د ارزولو تر څنګ په دې هکله سلامشورې وکړي چي څه باید وشي او له څه څخه پرهېز وشي.
د ملګرو ملتونو د ادارې پوري اړوند موسسې وایي چي افغانستان له یو ستر کړکېچ سره مخامخېدونکی دی چي د نه کنټرولېدو په صورت کې به د افغانستان بحران د سیمي او د نړۍ لپاره په یو ستر بحران بدل شي، یوه له دغو کړکېچونو څخه د خوراکي ټوکو کمښت دی، همدا اوس افغانستان د خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخامخ دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر دیوید بزلی په جنیوا کې د یوې غونډي په ترڅ کې خبرداری ورکړ چي د افغانستان نیم ولس له سخت لوږې سره مخامخ دي، د افغانستان خلګ بېړنیزو بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري، که دا مرستی نه وشي دغه هیواد به د یو ستر نړیوال بشري کړکېچ په مرکز بدل شي.
له دې نه پرته چي افغانستان د خوراکی توکو له ستر بحران سره مخامخ دی، د دې هیواد اقتصادي پاشلتیا یوه بله ستره ستونزه ده چي د افغانستان په کمین کې ناسته ده، دغه بحران کولایشي په نورو مسایلو او اړخونو هم اثرات واچوي.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې دبورا لیونز وایي: باید افغانستان ته د پیسو د استولو لاره پیدا کړو تر څو له اقتصادي او ټولنیز نظم له پاشلتیا څخه مخنیوي وشي، له طالبانو څخه د ساتنې لپاره د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګلول کولایشي د دې هیواد د بشپړه اقتصادي پاشلتیا سبب وګرځي او په میلیونونه افغانان له لوږې او بې وزلی سره مخامخ شي.
په افغانستان کې موجوده ستونزو ته په کتو سره د ملګرو ملتونو ادارې وړاندوینه کړې چي دغه هیواد له بحران سره مخامخېدونکی دی، د طالبانو د واکمنی پر مهال افغانان خپل د نامعلوم برخلیک څخه اندېښمن دي، ځکه چي طالبان د ټول شمولي ادارې د رامینځ ته کولو په لړ کې اقدام نه دی کړی.