په برطانیې د افغانستان اعتراض
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i10828-په_برطانیې_د_افغانستان_اعتراض
له اداری فساد سره د مبارزې په نړیواله غونډه کښې د ګډون لپاره لندن ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له سفر سره په یو وخت د دغه هېواد د ولسمشرۍ دفتر د برطانیې د وزیراعظم لخوا د سپکاوی په اړه غبرګون وښود
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2016 11:31 Asia/Kabul
  • په برطانیې د افغانستان اعتراض

له اداری فساد سره د مبارزې په نړیواله غونډه کښې د ګډون لپاره لندن ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له سفر سره په یو وخت د دغه هېواد د ولسمشرۍ دفتر د برطانیې د وزیراعظم لخوا د سپکاوی په اړه غبرګون وښود

او دغه کار یې له ډېپلومېټکو اصولو لرې او د نړیوالو او اخلاقی اصولو په خلاف وبلۀ،

په لندن کښې د افغانستان سفارت هم د برطانیې د وزیراعظم لخوا د افغان ولسمشر د سپکاوی په رد عمل کښې د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی او د دغه هېواد د ملی وحدت حکومت په اقتدار کښې د راتلو له وخت نه په تېرو دوو کلونو کښې له فساد سره د مبارزې په لاره کښې ستر ګامونه اوچت کړی او د امنیتی مسائلو ترڅنګه دغه کار د دغه هېواد یو مهم وړومبیتوب دے.

په دغه بیانیه کښې له پلان شوی فساد سره په مقابله کښې د افغان حکومت مهمو پرمختګونو ته په اشاره سره راغلی دی چې د افغانستان په اړه د برطانیې د وزیراعظم څرګندونې بې انصافی ده.

ډېوېډ کېمرون په دې وروستیو وختونو کښې د برطانیې له ملکې سره په خبرو اترو کښې ادعا کړې وه چې له هغو ځینو هېوادونو څخه چې په لندن کښې له فساد سره د مبارزې په غونډه کښې ګډون کوی افغانستان او نائجیریه په نړۍ کښې ترټولو فاسد هېوادونه دی.

په افغانستان کښې د مختلفو ټولنو له نظره د برطانیې وزیراعظم ډېوېډ کېمرون په داسې حال کښې افغانستان او نائجېریه د دنیا ډېر فاسد ملکونه وبلل چې برطانیه په افغانستان کښې د اوږدې استعماری مخینې په دلیل په دغه هېواد کښې د مالی او اداری فساد ترټولو مهمه عامله ده. انګرېزان په کوربا هېواد کښې د خپلو سپېرو استعماری مقاصدو او پروګرامونو په مخ بیائلو لپاره تل فساد ته لمن وهی چې خپل موقعیت مضبوط کړی.

له دوه زره وړومی کال نه وروسته چې امریکې د برطانیې په ملګرتیا په افغانستان حمله وکړه او دغه هېواد یې ونیوۀ نو برطانیې مالی فساد ته په لمن وهلو او په موسی قلا کښې د طالب ډلې په شمول له وسله والو ډلو سره د پټو معاملو په ترسره کولو سره په افغانستان کښې له مخکې نه زیات مالی فساد ته لمن ووهله. په تېره بیا دا چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره نړیوالې مرستې هم دغه هېواد ته ولېږلې شوې. د برطانیې په شمول لویدیځو هېوادونو د دغو مرستو د خرچ کولو د څه رنګوالی په اختیارکښې اخېستو سره کوشش وکړ چې د رشوت په ورکولو او د مختلفو عواملو په اخېستلو سره د افغانستان په مختلفو اقتصادی سرچینو باندې د تسلط لپاره خپلې طرحې عملی کړی.

په دې حال کښې برطانیه د مختلفو عواملو په خاصه توګه د لندن تر ملاتړ لاندې عواملولخوا د غلا کړې شویو پېسو د انتقال په مرکز بدله شوې ده. د برطانیې په شمول لویدیځ بېنکونه د غلا کړې شویو پېسو او عمومی اموالو له منتقلولو څخه په هرکلی سره په مختلفو هېوادونو کښې مالی او اداری فساد ته لمن وهی. په همدې دلیل د نائجېریا ولسمشر په دې اړه چې نائجېریا د نړۍ له ترټولو فاسدو هېوادونو څخه ده د برطانیې د وزیراعظم د تور په غبرګون کښې د لندن له حکومته وغوښتل چې هغه پانګې چې د نائجېریا ځینو چارواکو پټې کړې او برطانیې ته یې وړی دی ستنې کړی.

محمد بوهاری وویل د برطانیې له وزیراعظم ډېوېډ کېمرون څخه چې د هغۀ هېواد یې ډېر زیات فاسد بللے دے د بخښنې غوښتلو امید نه لری خو له دغه هېواده یې وغوښتل چې هغه پانګې چې د نائجېریې ځینو چارواکو غلا کړی او لندن ته یې اوړی دی ستنې کړی.

په هر حال د برطانیې د سیاسی څارونکو له نظره برطانیه چې په نړۍ کښې مالی او اداری فساد ته لمن وهی له اداری او مالی فساد سره د مبارزې د نړیوالې غونډې د کورباتوب صلاحیت نه لری. برطانوی وزیراعظم ډېوېډ کېمرون هم د افغانستان او نائجیریې په حکومتونو باندې د تور په لګولو سره وښودله چې له مالی او اداری فساد سره د مقابلې د لارو چارو د برابرولو لپاره یو ښۀ کوربا نه شی کېدې.

-----------