هرات ولایت د کډه په سر شوو د منلو توان نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108330-هرات_ولایت_د_کډه_په_سر_شوو_د_منلو_توان_نه_لری
په هرات کې د دکډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ  یا  یو این ایچ سي آر د دفتر مسئول  وحید احمد عنایت  ووئیل ، له کډه په سر شوو خلکو سره مرستې  له  یکشنبې ورځې څخه  په هرات ، غور ، فراه او بادغیس ولایتونو کې پیل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • هرات ولایت د کډه په سر شوو د منلو توان نه لری

په هرات کې د دکډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ  یا  یو این ایچ سي آر د دفتر مسئول  وحید احمد عنایت  ووئیل ، له کډه په سر شوو خلکو سره مرستې  له  یکشنبې ورځې څخه  په هرات ، غور ، فراه او بادغیس ولایتونو کې پیل شوي دي .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د  افغانستان  دهرات ولایت  د کډوالو د  چارو د ادارې  مشر محمد رفیق نیرومند پر هیواد د طالبانو له ولکې وروسته  دغه ولایت ته د افغانستان له نورو سیمو  د زرګونو کډوالو  ورتلو ته په اشارې سره  ووئيل ،  هرات ولایت له دې  زیات نور د کډوالو د منلو  توان نه لری او کډوال باید خپلو کورونو ته بیرته ستانه شي .

 نیرومند  په افغانستان کې  دحالاتو عادي کیدا ته په اشارې سره ووئیل ،  فیصله مو کړې چې له دغه ولایته بهر کډوال  د ملګروملتو  په مرستې سره  خپلو اصلي سیمو ته ولیږدوو .

په عیما حال کې په هرات کې د دکډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ  یا  یو این ایچ سي آر د دفتر مسئول  وحید احمد عنایت  ووئیل ، له کډه په سر شوو خلکو سره مرستې  له  یکشنبې ورځې څخه  په هرات ، غور ، فراه او بادغیس ولایتونو کې پیل شوي دي . دغه مرستې په داسې  حال کې کیږي ، چې  دافغانستان په درستو ولایتونو کې  خلک د ژمي  په رارسیدو اندیښمن دي  او  نړیوالو موسیسو  او اورګانونو هم خبرداري ورکړي ، چې که  له افغانستان سره سملاسي  مرستې ونشي ، نو ممکنه ده یوه ستره انساني غمیزه رامینځةشي .