طالبان پنجشیر ولایت ته د غیر مسولو کسانو د ورتلو مخالف دي
Nov 19, 2021 01:45 Asia/Kabul
صدای افغان خبري اژانس وویل د طالبانو د موقته حکومت کابینې د دغه ډلې دفاع وزارت ته دنده وسپارله چې د پنجشیر ولایت له لارو د غیر مسوله کسانو د تیریدا مخه ونیسي .
د طالبانو د حکومت د چارو ادارې پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل د دغه ډلې دفاع وزارت ته دنده سپارل شوي چې په پنجشیر ولایت کښې د ښه امنیت د تامینولو او د امنیتي حالت د ښه کیدا په هکله د ډاډ په خاطر د دغه ولایت په ټولو لارو کښې د غیر مسولو کسانو د ورتلو مخنیوی وکړي .
دغه بیانیه وايي د افغانستان وزارتونه او ادارې ژمنې شوي دي چې په پنجشیر ولایت کښې خپل دفترونه فعال کړي او په خالي څوکیو باندې ډاډمن کسان وګوماري .
ټیګونه