طالبان:
د حکومتي کارکونکو د دریو میاشتو ځنډیدلې تنخواګانې ورکوو
Nov 21, 2021 04:13 Asia/Kabul
د طالبانو موقته حکومت ویلي چې د افغانستان د حکومتي کارکونکو د تیرو دریو میاشتو بند معاشونه یا تنخواګانې په یوځاې ورکول کیږي
د طالبانو د لنډمهاله حکومت د مالیې د وزارت چارواکو پرون په کابل کښې وویل چې سر له نن څخه د حکومتي برخې د ټولو کارکونکو د تیرو دریو میاشتو تنخواه په یوځاې ورکول کیږي.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو حکومت څو ورځې مخکښې ویلي وو چې د جرمني او هالینډ استازو د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کښې ژمنه کړې وه چې د روغتیا د برخې د معلمانو او کارکونکو د حقوقو یا معاشونو د ورکړې لپاره یوه لاره ولټوي.
ټیګونه