د افغانستان په شمالي ولایت کاپیسا کې په دیني عالمانو برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108788-د_افغانستان_په_شمالي_ولایت_کاپیسا_کې_په_دیني_عالمانو_برید_شوی
د خبري سرچینو له راپو سره سم، تېره ورځ د کاپیسا ولایت په مرکز کې د یوې مدرسی په دیني عالمانو برید شوی چي د امله یې څلورو دیني عالمانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2021 03:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمالي ولایت کاپیسا کې په دیني عالمانو برید شوی

د خبري سرچینو له راپو سره سم، تېره ورځ د کاپیسا ولایت په مرکز کې د یوې مدرسی په دیني عالمانو برید شوی چي د امله یې څلورو دیني عالمانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په کاپیسا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق رسنیو ته وویل چې په برید کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه د دې په ویلو سره چي د کاپیسا ولایت چارواکي هڅه کوي چې عاملین‌یې پیدا او قانون او محکمې ته‌یې وسپاري خپله خواشینی څرګنده کړه.

د کاپیسا چارواکو د وژل شویو او ټپي شویو دیني عالمانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو سیمه‌ییز خلک وايي چې وژل شوي او ټپیان شوي دغلته د یوې ځايي دیني مدرسې استادان وو.

پر دیني عالمانو د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخیستی خو تر دې مخکې هم په ځلونو دیني عالمان او جوماتونه د داعش د ترهګري ډلي له لوري په نښه شوي دي.

تېر کال هم په یوه ورته برید کې د کاپیسا د دیني عالمانو شورا مشر وژل شوی و.