په ننګرهار کې نور  سل داعشي ترهه ګر طالبانو ته تسلیم شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108816-په_ننګرهار_کې_نور_سل_داعشي_ترهه_ګر_طالبانو_ته_تسلیم_شول
 طالبان وائي  چې دغه  کسان په مشروط ډول بخښل شوي  دي اوکه  د طالبانو له شرطونو سرغړونه  وکړي ، نو قانوني چلند به ورسره وشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2021 11:01 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې نور  سل داعشي ترهه ګر طالبانو ته تسلیم شول

 طالبان وائي  چې دغه  کسان په مشروط ډول بخښل شوي  دي اوکه  د طالبانو له شرطونو سرغړونه  وکړي ، نو قانوني چلند به ورسره وشي .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ ،د افغانستان د ننګرهار ولایت  د  طالبانو د موقته حکومت  داطلاعاتو د ادارې  مشر محمد بشیر  وئيلي دي ،د داعشي ترهه ګرو  د تسلیمیدو د بهیر په دوام کې  کابو نور څه دپاسه سل داعشيان هم د قومي مخوَرو په مینځګړیتوب سره  طالبانو ته تسلیم شول .

 محمد بشیر ووئيل  طالبانو ته د  داعشی ترهه ګرو په تسلیمیدو سره  به  په ننګرهار ولایت او ختیځي سیمو کې  سوله اوثبات  ټينګ شي .

 په افغانستان کې دطالبانو  واک ته له رسیدو وروسته ، طالبانو ته د داعشیانو دتسلیمدا بهیر  چټک شوی او  په تیرو میاشتو کې  څو سوه داعشیان طالبانو ته  تسلیم شوي دي .

 طالبان وآئي  چې دغه  کسان په مشروط ډول بخښل شوي  دي اوکه  د طالبانو له شرطونو سرغړونه  وکړي ، نو قانوني چلند به ورسره وشي .