د افغانستان صادرات زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108818-د_افغانستان_صادرات_زیات_شوي_دي
د طالبانو د خزانې وزارت  له دې مخکې هم په یوه راپور کې د خپلو عایداتو په باب وئيلي وو ، په تیرو درو میاشتو کې  په اته اویا کاري ورځو کې  کابو شپږویشت میلیارډ  او نهه سوه پنځلس  میلیون افغانۍ  عواید ئې غونډ کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2021 11:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان صادرات زیات شوي دي

د طالبانو د خزانې وزارت  له دې مخکې هم په یوه راپور کې د خپلو عایداتو په باب وئيلي وو ، په تیرو درو میاشتو کې  په اته اویا کاري ورځو کې  کابو شپږویشت میلیارډ  او نهه سوه پنځلس  میلیون افغانۍ  عواید ئې غونډ کړي دي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، په افغانستنا کې د طالبانو  دموقته حکومت د خزانې وزارت  نن دیوې اعلامیې په خپرولوسره وئيلي دي ، د افغانستان د پخواني حکومت له وروستیو درو میاشتو سره په پرتله کې پر دغه هیواد د طالبانو   دحکومت په لومړنیو درو میاشتو کې  د افغانستان صادرات  یو سل دوه دیرش فی صده زیات شوي دي .

 په دغه راپور کې راغلي دي ،د افغانستان د پخواني حکومت  په وروستیو درو میاشتو :ې  دافغانستان ټول صادرات ،  یو لس میلیارډ پنځه  سوه یو اتیا میلیون افغانیو ته رسیدلری وو،خو د اګست له پنځلسمې نیټې څخه  د طالبانو  واک ته په رسیدا سره  او په تیره بیا دصادراتو موضوع ته په پام  سره، په لومړنیو درو میاشتو کې تر دې دمه  دغه اندازه  شپږ میلیارډ  او اته سوه دیرش میلیون  افغانیو ته رسیدلې  چې  یوسل دوه دیرش فی صدي وده  ښئ . د افغانستان د طالبانو د خزانې وزارت په اعلامیې کې راغلی دي،دغه اوڅاره بدلون   اقتصادي او صادراتي  چارو  ته د افغانستان د اوسني موقته حکومت  دمسئولانو  دتوجه ښودنه کوي .