طالبان په افغانستان کې له هیچا په غچ اخستنې پسې نه دي
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې یوه لوړپوړوي مسئول مقام انس حقاني چې ددغه هیواد دموقته حکومت دکورنیو چارود وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني ورور هم دی، نن په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې د جنګ د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مسئول بللو سره زیاته کړې ، استخباراتي ادارې سي ائي اې د افغانستان د ویشلو لپاره هڅه کوي .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د موقته حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد نن د کابل په لویدیځ کې په شیعه میشته سیمې کې د افغانستان د ملت ګوند د پلویانو په ټول کې ووئیل ،په افغانستان کې د طالبانو حکومت ددغه هیواد په آبادونې او جوړونې پسې دی .
د په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ټینګار کړی،طالبان هڅه کوي ،څو د افغانستان ولس عزت ته کوم تاوان ونه رسیږي . ذبیح ا...مجاهد زیاته کړې ،افغانستان په یوه داسې نوي پړاؤ کې دی چې د مونږ ددرست ملت یوزړتوب او ملګرتیا ته اړتیا لري .
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې یوه لوړپوړوي مسئول مقام انس حقاني چې ددغه هیواد دموقته حکومت دکورنیو چارود وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني ورور هم دی، نن په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې د جنګ د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مسئول بللو سره زیاته کړې ، استخباراتي ادارې سي ائي اې د افغانستان د ویشلو لپاره هڅه کوي .
انس حقاني زیاته کړې،د افغانستان د اوسني بحران اصلي عامله همدغه امریکا ده .