روسیې،چین اوهند د افغانستان پروضعیت اندېښنه ښکاره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108856-روسیې_چین_اوهند_د_افغانستان_پروضعیت_اندېښنه_ښکاره_کړه
ایس جې شنکر، سرګی لاوروف او وانګ یې په خپله اعلامیه کې پر طالبانو ږغ کړی چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پایلو ته درناوی وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2021 01:50 Asia/Kabul
  • روسیې،چین اوهند د افغانستان پروضعیت اندېښنه ښکاره کړه

ایس جې شنکر، سرګی لاوروف او وانګ یې په خپله اعلامیه کې پر طالبانو ږغ کړی چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پایلو ته درناوی وکړي.

د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت او د مخدرو موادو د قاچاق پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه.

د هند، روسیې او چین د باندنیو چارو وزیرانو له خپلې انلاین غونډې وروسته په خپله ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر خرابېدونکي بشري وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د فوري بشري مرستو غوښتنه وکړه.

ایس جې شنکر، سرګی لاوروف او وانګ یې په خپله اعلامیه کې پر طالبانو ږغ کړی چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیکونو پایلو ته درناوی وکړي.

درو هیوادونو همداراز ژمنه کړې چې د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره به نور اقدامات کوي.

دوی ویلي «له افغانستانه د غیرقانوني مخدرو موادو کاروبار او قاچاق د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او تروریستي ډلو ته مالي امکانات په لاس ورکوي.»