قندهار کښې طالبانو په تیروتنې سره ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109550-قندهار_کښې_طالبانو_په_تیروتنې_سره_۵_تنو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې
دا ډزې هغه مهال وشوې چې د ګاډي چلونکي د طالبانو له خوا د اودریدو اشارې ته بې پامي وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 01:46 Asia/Kabul
  • قندهار کښې طالبانو په تیروتنې سره ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دا ډزې هغه مهال وشوې چې د ګاډي چلونکي د طالبانو له خوا د اودریدو اشارې ته بې پامي وکړه

د افغانستان په قندهار ولایت کښې د ملکي وګړو په یو ګاډي باندې په غلطۍ سره د طالب وسله والو په ډزو کښې دوه تنه مړه او درې زخمي شوي دي

دا ډزې هغه مهال وشوې چې د ګاډي چلونکي د طالبانو له خوا د اودریدو اشارې ته بې پامي وکړه.

د قندهار ځايي سرچینې وايي چې طالب ځواکونو له دغه غیر پوځي ګاډي څخه په ځان باندې د ډزو کیدو په ګمان سره، په هغه حمله وکړه.

د ډزو په دغې پیښې کښې یوه ښځه او یوه جینۍ مړه شوي او دوه ښځې او یو سړی زخمي شوي دي.

طالبانو ویلي چې د دې پيښې په هکله به تحقیقات کوي او عاملانو ته به یې سزا ورکړي.