کرزی وايي طالبان ده کابل ته راوستل
Dec 15, 2021 11:27 Asia/Kabul
حامد کرزي په دې مرکه کې پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کړې، چې له افغانستان څخه په ناڅاپي وتلو یې طالبانو ته د قدرت د انتقال پلان خراب کړی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په يوه تازه مرکه کې کابل ته د طالبانو د ننوتو مسووليت پر غاړه اخلی او ويلي یې دي چې طالبان د ده په غوښتنه کابل ښار ته ننوتي او قدرت يې په لاس کې اخيستی.
حامد کرزي په دې مرکه کې پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه کړې، چې له افغانستان څخه په ناڅاپي وتلو یې طالبانو ته د قدرت د انتقال پلان خراب کړی دی.
پخواني افغان ولسمشر په عین حال کې ويلي، چې طالبان دې د خپل مشروعيت لپاره لويه جرګه وغواړي.
طالبانو د کرزي دغې پرله پسې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه