پاکستان له طالبانو سره د سرحدي شخړې د هواري ادعا کړې
پاکستان وایي له طالبانو سره یې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار پر سر راپورته شوی وروستی کړکیچ په لوړه کچه دخبرو له لارې خل کړی دی خو طالبان بیا بل څه وايي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د لوړ پوړو چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوی راپور ورکړی چې د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کی دطالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره د اغزن تار پر سر راپورته شوی وروستی کړکیچ له طالبانو سره په لوړه کچه حل کړي او په دې اړه نورې خبرې هم روانې دي.
خو دا په داسې حال کې ده چې په ختیځو ولایتونو کښې د خالد بن ولید د ۲۰۱ قول اردو قوماندان ابودجانه دکونړ ولایت د شولتن ولسوالۍ کې خبري رسنیو ته ویلي چې د لوړپوړو چارواکو په لارښوونه یې سلګونه طالب جنګیالي د ډیورنډ پولې ته څيرمه سیمې ته راوستي او تر اوسه یې د پاکستاني پوځيانو د توغندویزو بریدونو ځواب د درنو توپونو په ډزو ورکړی دی خو نوموړي ونه ویل چې ددواړو لوریو په دې بریدونوکې د سر او مال څومره زیان رامنځته شوی دی.
ابودجانه ویلي چې که پاکستاني پوځيان د ډیورنډ له پولې په دې لورې تیری وکړی نو د دوي جنګیالي به یې ځواب ورکړي. نوموړي دا هم ویلي چې له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي خو پر دې هم پوهیږي چې د تیري ځواب څنګه ورکړي.
که څه هم چې پاکستاني پوځيانو له تیرو څو کالو راهیسې پر کونړ او دننګرهار پر یو شمیر سیمو د توغندیو بریدونه کول خو دا لومړی ځل دې چې واک ته دطالبانو تر رسیدو څومیاشتې وروسته پاکستاني پوځيانو لومړی په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې برید ترسره کړ او وروسته یې د توغندیو بریدونه پېل کړل چې دې تازه بریدونو هم ملکي وګړو ته دسر او مال زیانونه وراړولي دي.