د ټولشموله حکومت په جوړیداسره دطالبانورسمیت پيژندنه ممکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110556-د_ټولشموله_حکومت_په_جوړیداسره_دطالبانورسمیت_پيژندنه_ممکنه_ده
دمګړئ په ایران کې کابو څلور میلیون افغان کډوال ژوند کوي  او د پناه غواړو  بچیانو ته د وړیا زده کړې  زمینه هم برابره شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2022 01:09 Asia/Kabul
  •  د ټولشموله حکومت په جوړیداسره دطالبانورسمیت پيژندنه ممکنه ده

دمګړئ په ایران کې کابو څلور میلیون افغان کډوال ژوند کوي  او د پناه غواړو  بچیانو ته د وړیا زده کړې  زمینه هم برابره شوې ده .

زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران د اسلامی  جمهوریت سفیر بهادر امینیان  له طلوع نیوز خبری چینل سره په خبرو کې  ووئيل ، په افغانستان کې  دم ګړئ ټولشموله حکومت   نه دی ، له دې امله ئې تهران  په رسمیّت نشي پيژندلی .

 امینیان زیاته کړې ده ،  دطالبانو  د حکومت په جوړښت کې  دبدلون په بڼه کې  تهران  نوره هیوادونه هم هڅولی شي څو ددغې ډلې حکومت په رسمیّت وپيژني .

دغه ایراني ډيپلوماټ ټينګار وکړ ، که ایران  په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیّت وپيژني ، نو روسیه، چین ، دمینځنۍ آسیا  هیوادونه او ځيني عرب هیوادونه به هم دغه  حکومت په رسمیّت وپيژني .

په کابل کې د ایران سفیر  په دوام کې  دترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعشي تکفیري ډلې  د فعالیت پر پراختیا په افغانستان کې د  اقتصادي مشکلاتو د دوام داغیزو په باب خبرداری ورکړ.  هغه په ایران کې  د کډوالو په ضد دبد چلند او تاؤتریخوالی په اړه راپور رد کړی او وئيلي ئې دي ،دمګړئ په ایران کې کابو څلور میلیون افغان کډوال ژوند کوي  او د پناه غواړو  بچیانو ته د وړیا زده کړې  زمینه هم برابره شوې ده .