امیر خان متقي هم د عمران خان وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښوده
امیر خان متقي د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د هیڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لري
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له ترکمنستان څخه له ستنیدو وروسته په هرات ولایت کې خبریالانو ته په خبرو کې یاد هېواد ته خپل سفر ګټور بللی دی.
نوموړي دغه راز د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان په کافي اندازه مسلکي کادرونه لري او د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد بشري ځواک ته اړتیا نه لري.
د یادونې ده چې عمران خان په خپل وروستي ټویټ کې له خپلې ادارې څخه افغانستان ته د بشري ځواک د لېږلو غوښتنه کړې ده چې د نوموړي دې څرګندونو د افغانانو غوسه راپارولې ده او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډیرو پخوانیو چارواکو ویلي چې عمران خان دې له دې ډول بې مسئوولته څرګندونو ډډه وکړي ځکه چې افغانستان د سیمې په کچه بشري قوه لري او په دې برخه کې هیچا ته اړتیا نه لري.