په افغانستان کې د ماشومانو دګوځڼ عمومی واکسینشن پيل شوی
په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي هرو لډوویک هم څه موده مخکې وئيلي،د ماشومانو دګوځڼ ناروغۍ د له مینځه وړلو لپاره باید په درست افغانستان کې ټول افغان ماشومان واکسینه شي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،په افغانستان کې د ماشومانو د ګوځڼ ضد عمومی واکسینشن پیل شوی او ټاکل شوې ده ،کابو لس میلیون ماشومانو ته د ګوځڼ ضده واکسن پچکاري شي .
ددغه راپور په اساس ،د واکسینشن دغه پړاؤ به تر څلورو ورځوپورې دوام ومومي او په ټول کې د ۲۰۲۲کال لپاره د ماشومانو د ګوځڼ واکسنو د پيچکاروي کولو لږترلږه پنځه پړاؤنه پلان شوي دي .
دنړۍ دروغتیائي چارو د ادارې د مدیترانې دختیځ سیمه ایز مدیر احمد المندهاري څه موده مخکې په یوې اعلامیې کې وئيلي وو،د ماشومانو د ګوځڼ واکسینشن د دوام لپاره د طالبانو چمتووالی ،د لازیاتو ناروغیو د لازیاتې خوریدا د مخنیوي په باب د ضروري واکسینشنو د بیرته پيلولو او د روغتیائي نظام د ساتلو لپاره د ګډې ژمنتیانښه ده .
په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي هرو لډوویک هم څه موده مخکې وئيلي،د ماشومانو دګوځڼ ناروغۍ د له مینځه وړلو لپاره باید په درست افغانستان کې ټول افغان ماشومان واکسینه شي .