امریکا ته د طالبانو خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111634-امریکا_ته_د_طالبانو_خبرداری
په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت د په رسمیت نه پيژندنې په بڼه کې  د امریکا د ګټو له خطرې سره دمخامخونې په باب  دغه هیواد ته د طالبانو دموقته حکومت د کورنیو چارو  د وزیر خبرداری ، دامریکا په وړاندې د طالبانو دکړچار د بدلیدا  یوه نښه ده . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2022 10:39 Asia/Kabul
  • امریکا ته د طالبانو خبرداری

په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت د په رسمیت نه پيژندنې په بڼه کې  د امریکا د ګټو له خطرې سره دمخامخونې په باب  دغه هیواد ته د طالبانو دموقته حکومت د کورنیو چارو  د وزیر خبرداری ، دامریکا په وړاندې د طالبانو دکړچار د بدلیدا  یوه نښه ده . 

په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني  خبرداری ورکړ، که  سپينه ماڼۍ  دطالبانو د حاکمیّت  په رسمیّت  له پيژندنې ډډه وکړي ،نو دغه ډله به دامریکا  دګټو په ضد ګواښ کیدا ته دوام ورکړي .

 د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني  په همداوروستیو کې له الجزیره ټيلیويژني چینل سره په خبرو کې  ووئیل ، که امرکیا دغه ډله په رسمیّت ونه پيژني ، نو ددغه هیواد په ضد به  ګواښ له هماغه سره پیل شي .

 حقاني ووئیل،امریکا د طالبانو دحکومت په رسمیّت پيژندنې څخه په ډډه کولو سره  د افغانستان  د ولس په ضد د دښمنۍ دروازې په بشپړ ډول پرانیستي ساتي .

د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیرپه دغې مرکې کې  دطالبانو په وړاندې د امریکا په سیاست په سختو نیوکو سره ووئیل ، واشنګټن  له دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې  د تعامل خنډ  شوی، چې دا هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی .

په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت د په رسمیت نه پيژندنې په بڼه کې  د امریکا د ګټو له خطرې سره دمخامخونې په باب  دغه هیواد ته د طالبانو دموقته حکومت د کورنیو چارو  د وزیر خبرداری ، دامریکا په وړاندې د طالبانو دکړچار د بدلیدا  یوه نښه ده . 

 طالبان چې د تیر اګست په پنځلسمه نیټه   ئې بیا په افغانستان کې قدرت په غاړه اخستی ، په وروستیو میاشتو کې ئې په  کرتو له  امریکا غوښتي څو په افغانستان کې دې  ددغې  ډلې حکومت په رسمیت وپيژني . په مقابل کې امریکا  په دې په ټينګار سره چې  په افغانستان کې د طالبانو د  حاکمیّت د  په رسمیّت پيژندنې لپاهر  هیڅ  بیړه نه لري ، ددغې ډلې په وړاندې په سیاست  هر ډول بیا کتنه، د طالبانو  د اقداماتو او سیاستونو له بدلولو سره  مشروطه کړې ده .  امریکا پر دې سربیره چې طالبان  ئې په رسمیّت نه دي پيژندلي ، د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو سره ئې  عملا ددغه هیواد دوولس لپار ستر اقتصادي چیلنجونه او مشکلات هم راولاړ کړي دي .

 په بهرنیو بانکونو کې  د افغانستان د مرکزی بانک  مالی سرچینو ته دطالبانو نه لاس رسی  سبب شوی څو د طالبانو حکومت   له نورو هیوادونو څخه د خوراکي  موادو او درملو پشمول د افغانستان د خلکو اصلي ضرورتونه  تامین نه کړائ شي  .

په همدې دلیل ده چې له  درستو هیوادونو څخه زیات،دا امریکا ده چې  دطالبانوحکومت ئې له چیلنج سره مخ کړی او په افغانستان کې ئې  ددغې ډلې کمزورتیا په ځان پسې درلودلې ده .

د طالبانو له نظره اروپا هم  دافغانستان په وړاندې   د رواوالي  په وړاندې د فیصلې لپاره د خپلواکه انداز بریښولو سره سره ، البته د امریکا په پل د پلۀد کیښودو او د دوي د سیاستونو په تعقیبولو پسې ده .او تر څو چې دغه هیواد د طالبانو واکمني په رسمیّت ونه پيژني ، ډيره لیرې ښکاري  چې  اروپائي هیوادونه په دې باب کوم ګام پورته کړي .

دم ګړئ امریکا او اروپا، په افغانستان کې دمختلفو سیاسی،صنفي،مذهبی ،قومي  ډلو ټپلوله فعالیتونو څخه دموجوده محدودیّتونو د لیرې کولوغوښتنه کوي او د طالبانو د واکوالس د هرډول رسمیّت پيژندنه،په دغه هیواد کې د درستو قومونو په ګډون سره د ټول شموله حکومت له جوړیدا او همداراز د ټولنیزو او وګړنیزو حقوقو او آزادیو له احترام سره مشروطه کړې ده .

دې ته په پام سره چې  په څه دپاسه پنځو میاشتو کې چې  پر افغانستان د طالبانو  د ولکې تیریږي ، ، د جمهوریّت   اصل  ته د احترام، د کار او زده کړې لپاره د میرمنو د آزادۍ  او په قدرت کې دد رستو قومونو  مشارکت ته د احترام په لاره کې  ددغې ډلې له خوا هیڅ ډول اقدام  نه دی شوی . نړیواله ټولنه  هماغه راز ، د طالبانو ډ لې د حاکمیّت  د په رسمیّت پيژندنې لپاره ددغې ډ لې له غوښتنې سره  مخالفه ده .

 په دغه شان شرائطو کې  د طالبانو حکومت ،په افغانستان کې د دوي  د ولکې د په رسمیّت پيژندنې په باب د امریکا د نظر د جلبولو لپاره د ګواښ لارو چارو ته مخه کړې ده  او د طالبانو د کورنیو  چارو سرپرست وزیر  خبرداری ورکړی  چې  ددغې ډلې د  په رسمیّت نه پيژندونکي سیاست  د دوام  په بڼه کې به د سپينې مانۍ ګټې  له خطرو سره  مخامخ شي .

دا ګمان هم شته چې طالبان  په دې تصوّر سره چې  له دوو لسیزو وروسته  دبهرنیو عسکرو د شړلو لپاره  په افغانستان کې پر جنګ ټينګار اغیزشیندونکی ؤ ، دې نتیجې ته رسیدلي  دي چې   د امریکا په ګواښلو سره  ددغاه هیواد ګټو په ضد داقداماتو په بیرته پيلولو  دا مریکا په ګواښلو سره ، سپينه  ماڼۍ د طالبانو ډلې د ولکې د په رسمیّت پیژندنې ته  اړباسي .