ناروے د افغانستان د اقتصادي محدوديتونو د ختمولو غوښتنه وکړه
د ناروے د کډوالو شورا اعلان وکړ، په افغانستان کښې له ميلينونو کسانو سره د مرستې لپاره پکار دے چې د امريکې د خزانه دارۍ وزارت او نورې تامينؤنکې ادارې دې يو لړ محدوديتونه ختم کړي.
د اېرنا د خبري آژانس د رپوټ له مخې د ناروے د کډوالود شورا مشر جان ايګلنډ وويل: په کابل باندې لګېدلي اقتصادي بنديزونه له بهر نه افغانستان ته د بېنکونو له لارې د پېسو په منتقلولو کښې د مشکلاتو د رامنځته کېدو سبب شوي چې په نتيجه کښې په دغه هېواد کښې ميلينونو خلقو ته د مرستو رسول له مشکل سره مخامخ شوي دي.
د ناروے د کډوالو د شورا په رپوټ کښې همدارنګ له امريکې او نورو مالي ادارو غوښتل شوي دي چې د افغانستان له مرکزي بېنک سره مرستې وکړي چې خپل بنيادي فعاليتونه بيا شروع کړي.
د اګست له مياشتې او اقتدار ته د طالبانو له ستنېدو وروسته په افغانستان کښې نساني حلاتو ډېر سخت بدل شوي او طالبان د هېواد له فتح کولو وروسته له پېسو نه خالې خزانې سره مخامخ شول.
په رسميت نه پېژندنې نړيوالې مرستې چې د افغانستان تقريباً اتيا فيصده بودجه تامينوله په ناڅاپه توګه وتړلې شوې.امريکې هم د افغانستان د مرکزي بېک نهه نيم ميليارډ ډالر شتمنۍ بندې کړې.
د ملګرو ملتو د اعلان له مخې په اوس حال کښې ۲۴ ميلين افغانان يعنې د دغه هېواد ۵۵ فيصده خلق د قحطۍ د ګواښ له خطر سره مخامخخوي.