په عمومي ځایونو او لارو کې د طالب مشرانو عکسونه مه لګوئ
د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر محمدعمیر سرپلي ووئیل دغه فرمان د افغانستان په کابل کې د طالبانو د موقته او مرکزی حکومت له خوا صادر شوی دی .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په شمال کې د طالبانو مسئولانو په عمومي ځایونو او لارو او د ښارونو په سترو پوټریټو باندې د طالبانو د موقته حکومتد مشرانو او لویانو هر ډول عکسونو لګول ممنوع اعلان کړل .
د افغانستان په شمال کې په سرپل ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر محمدعمیر سرپلي ووئیل دغه فرمان د افغانستان په کابل کې د طالبانو د موقته او مرکزی حکومت له خوا صادر شوی دی .
هغه همداراز په افغانستان کې دحکومت دچلونکو په توګه د طالب مشرانو د تصویرونو د خپریدا د ممنوعیّت دلیل نه دی اعلان کړی .
داپه داسې حال کې دي چې د سرپل ولایت له نورو اداري مسئولانو سره د محمد عمیر سرپلي په غونډ ې کې د ژواک چاپيریال د ساتنې او دمالیاتو داخستو څرنګوالی هم تشریح شو