د افغانستان ماشومان له ناوړه خواړو کړیږي
(last modified Sun, 13 Feb 2022 08:37:58 GMT )
Feb 13, 2022 13:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان ماشومان له ناوړه خواړو کړیږي

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړ د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف(UNICEF) د افغانستان په ماشومانو کښې د ناوړه خواړو د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .

یونیسیف نن وویل په افغانستان کښې له انساني کړکیچ او د بې وزلۍ له زیاتیدا وروسته په ماشومانو کښې د ناوړو خواړو د موردونو د زیاتیدا سبب کیږي .

په عین حال کښې په افغانستان کښې له اقتصادي کړکیچ وروسته نړیوالو موسسو خبرداری ورکړی دی چې د بې پامۍ د دوام په بڼه کښې ممکنه ده په افغانستان کښې یو(۱) میلیون ماشومان د ناوړه خواړو له کبله مړه شي .

د دغه راپور پراساس د ژمي د موسم په رارسیدا سره په ټول افغانستان کښې خلک د کورونو د ګرمولو او د ماشومانو د ګرم ساتلو لپاره له مشکل سره مخامخ دي .

 

ټیګونه