په افغانستان کې یوبل متخصص ډاکټر هم ووژل شو
یوه میاشت مخکې په بلخ ولایت کې هم د اعصابو او او نفسیاتي ناروغیو یو متخصص ډاکټر له برمته کیدا وروسته وژل شوی ؤ ، په دې پسې په کابل کې داعصابو یو بل متخصص او په کندوز کې هم د پوستکي د ناروغیو یو متخصص له تښتول کیدا وروسته وژل شوي دي .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په بغلان ولایت کې دطالبانو دموقته حکومت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر اسد ا... مصطفی هاشمي په یولړ څرګندونو کې ووئيل وسلوالو کسانو بیګاد بغلان ولایت په ده صلح ولسوالۍ کې په قاصان کلی کې یو ډاکټر نورآقا خرُمي پخپل کور کې وژلی دی . په عین حال کې هغه وئيلی چې ددغه ډاکټر دقتل په تړاؤ ئې یو کس نیولی دی .
په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې ټارګټ کلینګ او برمته ګړي په اوڅاره توګه زیاته شوې ده .
وئیل کیږي ،یوه میاشت مخکې په بلخ ولایت کې هم د اعصابو او او نفسیاتي ناروغیو یو متخصص ډاکټر له برمته کیدا وروسته وژل شوی ؤ ، په دې پسې په کابل کې داعصابو یو بل متخصص او په کندوز کې هم د پوستکي د ناروغیو یو متخصص له تښتول کیدا وروسته وژل شوي دي .