د طالبانو ماموران په افغانستان کې تاجیک او هزاره خبریالان ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112404-د_طالبانو_ماموران_په_افغانستان_کې_تاجیک_او_هزاره_خبریالان_ګواښي
په افغانستان کې د رسنیو ددفترونو په بندیدا داندیښنو له زیاتیدا سره په یووخت ، خبریالان  هم د طالبانو له خوا د ګواښونو، ،نیونو او شکنجه کونې په زیاتیدا  اندیښنه څرګندوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2022 08:04 Asia/Kabul
  • د طالبانو ماموران په افغانستان کې تاجیک او هزاره خبریالان ګواښي

په افغانستان کې د رسنیو ددفترونو په بندیدا داندیښنو له زیاتیدا سره په یووخت ، خبریالان  هم د طالبانو له خوا د ګواښونو، ،نیونو او شکنجه کونې په زیاتیدا  اندیښنه څرګندوي .

ایسو شي ایټيډ پریس آژانس  راپور ورکړی ،  چې په افغانستان کې د  رسندوئي کار فضا خطرناکه شوې ده او خبریالانو خبریالي له سټریسه ډکه چاره بللې ده .

یو شمیر خبریالانو دغه خبری آژانس ته وئيلی دي ، دوي پابنده دي  د راپور د لیکلو په وخت ،  هغه اصول  او قوانین چې  طالبانو وضع کړي دي ،په ذهن کې ولري .

د افغانستان یو تاجیک توکمه  خبریال فیصل مدرس څه موده مخکې طالبانو ونیوۀ. دهغه په وینا ، اته ورځې د طالبانو په زندان کې ؤ او ګواښلی او شکنجه شوی هم دی .

مدرس چې د پنجشیر  اوسیدونکی دی وائي په دې دلیل چې یو پنجشیری دی ، ویريږي   . په دغه راپور کې راغلی دي ،  دهزارګانو پشمول دنورو قومي لږکیو خبریالان هم پخپل ژوندډریږي . داهم وئيل شوي  چې طالب مامورانو په لسګونو هزاره خبریالان هم نیولي دي .

داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت مرستیال ویندوي بلال کریمي  وائي ، نیوکې د زغملو وړ دي ، خو باید رغنده وي .دهغه په وینا یو شمیر سرزرورو طالبانو ځیني  خبریالان نیولي وو ،خو دا قضیه حل شوې ده .

Image Caption