په افغانستان کې د داعشیانوشمیر هیڅکله هم زیات شوی نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112478-په_افغانستان_کې_د_داعشیانوشمیر_هیڅکله_هم_زیات_شوی_نه_دی
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې  د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  په کرتو داعشي ترهه ګرو  په ځان مرګو حملو او چاودنو سره د افغانستان په سلګونو  لمونځ ګوزار او عام خلک په وینو کې لیت پیت کړي او  په سپین سترګیتو ب سره ئې ددغو جنایتونو پړه هم په غاړه اخستې او  دغه راز د افغانستان په ډیرو سیمو کې له طالبانو سره هم ښکر په ښکر شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 20, 2022 08:53 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د داعشیانوشمیر هیڅکله هم زیات شوی نه دی

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې  د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  په کرتو داعشي ترهه ګرو  په ځان مرګو حملو او چاودنو سره د افغانستان په سلګونو  لمونځ ګوزار او عام خلک په وینو کې لیت پیت کړي او  په سپین سترګیتو ب سره ئې ددغو جنایتونو پړه هم په غاړه اخستې او  دغه راز د افغانستان په ډیرو سیمو کې له طالبانو سره هم ښکر په ښکر شوي دي .

تسنیم خبري آژانس راپور ورکړ ، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو د ادارې مشر محمد بشیر په دغه هیواد کې د داعش ترهه ګرې ډلې د وګړو د  شمیر د زیاتیدا په باب د ملګروملتو  راپور په زغرده رد کړ .

د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې د پراختیا د خطرې په باب داندیښنې په ښودلو سره وئيلي دي ،ترهه ګر دقدرت له تَشي څخه پّ استفادې  کې مهارت لري . 

 په راپور کې وئيل شوي دي ،محمد بشیر د ملګروملتو د سرمنشي ددغو څرګندونو په غبرګون کې  ووئيل  ، هیڅ داعشي وجود نه لري ، نه یوازې په ننګرهار ولایت کې ، بلکې  په درست افغانستان کې  ددغې ډلې وجود ختم شوی دی .

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې  د طالبانو واک ته په رسیدا پسې  په کرتو داعشي ترهه ګرو  په ځان مرګو حملو او چاودنو سره د افغانستان په سلګونو  لمونځ ګوزار او عام خلک په وینو کې لیت پیت کړي او  په سپین سترګیتو ب سره ئې ددغو جنایتونو پړه هم په غاړه اخستې او  دغه راز د افغانستان په ډیرو سیمو کې له طالبانو سره هم ښکر په ښکر شوي دي .

 د طالبانو دغه  چارواکي په زغره ووئيل ،  افغانستان یو دودیز هیواد دی  او دلته مختلف قبایل ژوند کوی ود طالبانو د  حکومت په واکمنۍ کې  دهیواد پنځه نوي فیصدي ټاټوبی په امن کې دی او پنځه فی صده باقي پاتې کوڅه ډب ، لوپَر  او هغه غلۀ دي چې  د پخواني  حکومت  د نسکوریدا په وخت کې  له زندانونو  خوشي شوي دي  او ډيره وسله ئې ترلاسه کړې ده .مجرمانه فعالیتونه ، یا د بې وځلۍ په دلیل غلا کول دي  یا د شخصي دښمنۍ په دلیل یو بل وژني  او  د داعش له نامه استفاده کوي .