د افغانستان په ګمرکاتو کې فساد صفر ته رسیدلی دی
احمد ولی حقمل ووئیل ، د ګمرکاتو چارې په تخصصي او سسټمي ډول ترسره کیږي .هغه زیاته کړې ده ،د افغانستان د پخواني حکومت د مشرانو په وینا،هره ورځ ددغه هیواد له ملی عوائدو څخه تر اته میلیون ډالرو پورې نغرل کیږي،چې په ګمرکاتو کې فساد دهغو یو اصلي دلیل ؤ .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د مالیې وزارت ویندوي احمد ولی حقمل پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د افغانستان د پخواني حکومت د ګمرکاتو اداره په فساد ککړه وه ، خو واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته ددغه هیواد په ګمرکاتو کې درغلي اوفساد صفر ته رسیدلی دی .
امریکا په افغانستان کې د جنګ اونیواکګرۍ په اوږدولو سره ددغه هیواد پر اقتصادي بیخ بینائي تاسیساتو باندې او دغه راز د فساد په څير بې شمیره مشکلات او ستونزې او ورانونکي آثار وارد کړي دي چې دغې موضوع د افغانستان تولیدي ظرفیّتونو ته ډير زیات تاوانونه اړولي دي .
احمد ولی حقمل ووئیل ، دګمرکاتو چارې په تخصصي او سسټمي ډول ترسره کیږي .هغه زیاته کړې ده ،د افغانستان د پخواني حکومت د مشرانو په وینا،هره ورځ ددغه هیواد له ملی عوائدو څخه تر اته میلیون ډالرو پورې نغرل کیږي،چې په ګمرکاتو کې فساد دهغو یو اصلي دلیل ؤ .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه هیواد کې د فساد په پراختیا کې د امریکا په مسئول بللو سره وئيلي، د امریکا په وسیله فساد او درغلیو ته لمن وهل یو آوزار ؤ څو پر افغانستان خپل پروګرام وتپي .