د افغانستان په ګمرکاتو کې فساد صفر ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112480-د_افغانستان_په_ګمرکاتو_کې_فساد_صفر_ته_رسیدلی_دی
احمد ولی حقمل  ووئیل ، د ګمرکاتو چارې په تخصصي او سسټمي ډول ترسره کیږي .هغه زیاته کړې ده ،د افغانستان د پخواني حکومت د مشرانو په وینا،هره ورځ  ددغه هیواد له ملی عوائدو څخه تر اته میلیون ډالرو پورې نغرل کیږي،چې په ګمرکاتو کې  فساد دهغو یو اصلي دلیل ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2022 09:06 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ګمرکاتو کې فساد صفر ته رسیدلی دی

احمد ولی حقمل  ووئیل ، د ګمرکاتو چارې په تخصصي او سسټمي ډول ترسره کیږي .هغه زیاته کړې ده ،د افغانستان د پخواني حکومت د مشرانو په وینا،هره ورځ  ددغه هیواد له ملی عوائدو څخه تر اته میلیون ډالرو پورې نغرل کیږي،چې په ګمرکاتو کې  فساد دهغو یو اصلي دلیل ؤ .

په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د مالیې وزارت ویندوي احمد ولی حقمل پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  ووئيل ، د افغانستان د پخواني حکومت د ګمرکاتو اداره په فساد ککړه وه ، خو  واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته  ددغه هیواد په ګمرکاتو کې درغلي اوفساد صفر  ته رسیدلی دی .

 امریکا په افغانستان کې د جنګ اونیواکګرۍ په اوږدولو سره ددغه هیواد پر اقتصادي بیخ بینائي تاسیساتو باندې او دغه راز د فساد په څير بې شمیره مشکلات او ستونزې او ورانونکي آثار وارد کړي دي چې دغې موضوع  د افغانستان تولیدي ظرفیّتونو ته ډير زیات تاوانونه اړولي دي .

احمد ولی حقمل  ووئیل ، دګمرکاتو چارې په تخصصي او سسټمي ډول ترسره کیږي .هغه زیاته کړې ده ،د افغانستان د پخواني حکومت د مشرانو په وینا،هره ورځ  ددغه هیواد له ملی عوائدو څخه تر اته میلیون ډالرو پورې نغرل کیږي،چې په ګمرکاتو کې  فساد دهغو یو اصلي دلیل ؤ .

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه هیواد کې د فساد په پراختیا کې د امریکا په مسئول بللو سره  وئيلي، د امریکا په وسیله فساد او درغلیو ته لمن وهل یو آوزار ؤ څو پر افغانستان خپل پروګرام وتپي .