په افغانستان کې د  اهل تشیّع په مشکلاتو او نظرونو ځانګړي غورکیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112492-په_افغانستان_کې_د_اهل_تشیّع_په_مشکلاتو_او_نظرونو_ځانګړي_غورکیږي
عبدالسلام حنفي له دې مخکې   وئيلي وو ،په افغانستان کې د اهل تشیّع او اهل تسنن  ترمینځ هیڅ توپیر او اختلافات نشته او هیچا ته مذهبی اختلافاتو ته د لمن وهلو  اجازت نه ورکوو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 20, 2022 11:44 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د  اهل تشیّع په مشکلاتو او نظرونو ځانګړي غورکیږي

عبدالسلام حنفي له دې مخکې   وئيلي وو ،په افغانستان کې د اهل تشیّع او اهل تسنن  ترمینځ هیڅ توپیر او اختلافات نشته او هیچا ته مذهبی اختلافاتو ته د لمن وهلو  اجازت نه ورکوو .

په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د مشر د اداري چارو مرستیال عبدالسلام حنفي ددغه هیواد  اهل تشیَع  له یوشمیر مشرانو سره په کتنې کې  ووئي لدغه حکومت به دشیعیانو پر مشکلاتو او نظرونو حتما غور وکړي .

 د افغانستان  د اهل تشیّع  د عالمانو شورا ، تل  دطالبانو په موقته حکومت کې ددغه هیواد د شیعیانو د رول او ځائيګي غوښته کړې ده .

 له دې مخکې هم د افغانستان د شیعیانو  دعالمانو شورا  له طالب چارواکو سره  په دغه هیواد کې د ټول شموله حکومت دجوړولو په باب خبرې اترې کړي دي .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، عبدالسلام حنفي  په دغې کتنې کې  چې ددغه هیواد د اهل تشیّع پر عالمانو ،استاذانو ا و ځوانانو مشتمله وه ،  د دوي  دنظرونو او وړاندیزونو له آوریدو وروسته  ژمنهورکړه ،  دافغانستان داهل تشیّع   مشکلاتو او غوښتو ته به  لازمه توجه وکړي .

عبدالسلام حنفي له دې مخکې   وئيلي وو ،په افغانستان کې د اهل تشیّع او اهل تسنن  ترمینځ هیڅ توپیر او اختلافات نشته او هیچا ته مذهبی اختلافاتو ته د لمن وهلو  اجازت نه ورکوو .

له دې مخکې د  دافغانستان  د شیعیانو دعالمانو دشورا مرستیال  سید حسین علمي بلخي  هم دې ته په اشارې سره چې  ددغه هیواد د اهل تشیّع ټولنه  په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا ته تیاره ده ، ټینګار کړی ، تاؤتریخوالی ددغه هیواد د ولس په ګټه نه دی .  هغه په افغانستان کې بوږنونکو انساني ترینګلتیاؤ ته په اشارې سره  ووئیل ، ددغه هیواد خلک ، د طالبانو له خوا د عدالت د راعایتولو  او په درستو خلکو کې په تیره بیا په محرومو سیمو کې د  مرستو په عادلانه او شفاف ډول د ویشل کیدا غوښتونکي  دي .