د نوي تحصیلي کال لپاره به ټول ښوونځي پرانیستی شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112514-د_نوي_تحصیلي_کال_لپاره_به_ټول_ښوونځي_پرانیستی_شي
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په نوي تحصیلي کال کښې د هیواد د ټولو ښوونځیو د فعالولو او خلاصولو خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2022 03:05 Asia/Kabul
  • د نوي تحصیلي کال لپاره به ټول ښوونځي پرانیستی شي

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په نوي تحصیلي کال کښې د هیواد د ټولو ښوونځیو د فعالولو او خلاصولو خبر ورکړی دی

شفقنا خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت پرون وویل چې په نوي تحصیلي کال کښې به د ټولو زده کونکو په تیره بیا د جینکو لپاره ټول ښوونځي خلاص شي.

یاده دې وي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کښې په رسمیت د طالبانو د حکومت پيژندل د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو او د بشري حقوقو د ټولو چارو په خیال ساتلو پورې شرطمن کړي دي.

په افغانستان کښې د ښوونځیو نوی تحصیلي کال د وري د میاشتې له دریمې نیټې پیلیږي او د قوس یا لیندۍ په پنځلسمه پاې ته رسیږي.