طالبان :
د نوي تحصیلي کال لپاره به ټول ښوونځي پرانیستی شي
Feb 21, 2022 03:05 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په نوي تحصیلي کال کښې د هیواد د ټولو ښوونځیو د فعالولو او خلاصولو خبر ورکړی دی
شفقنا خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت پرون وویل چې په نوي تحصیلي کال کښې به د ټولو زده کونکو په تیره بیا د جینکو لپاره ټول ښوونځي خلاص شي.
یاده دې وي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کښې په رسمیت د طالبانو د حکومت پيژندل د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو او د بشري حقوقو د ټولو چارو په خیال ساتلو پورې شرطمن کړي دي.
په افغانستان کښې د ښوونځیو نوی تحصیلي کال د وري د میاشتې له دریمې نیټې پیلیږي او د قوس یا لیندۍ په پنځلسمه پاې ته رسیږي.
ټیګونه