کابل ته د اشرف غنی د راتګ شایعات رد شوی
Feb 21, 2022 09:17 Asia/Kabul
د افغانستان د تېر نظام د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب کابل ته د پخواني ولسمشر اشرف غني راتګ رد کړی دي.
په وروستیو ورځو کې کابل ته د اشرف غني د راتګ او د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو په هکله ځینې شایعات خپاره شوي وه.
حمد الله محب کابل ته د پخواني ولسمشر اشرف غني راتګ رد کړی او په دې اړه یې خپرې شوې اوازې بې بنسټه بللې دي.
هغه تېره ورځ په خپله ټوېټرپاڼه له اشرف غني سره اخیستل شوی تصویر خپور کړی او ویلي په داسي سولې باوري دی چې د افغانانو ارزښتونه پکې تر پښو لاندې نه شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د دې هیواد د پخواني ولسمشر له ټیم سره خبري اترې او کابل ته د هغه د راتګ خبر رد کړی دی.
ټیګونه