د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماټيکې ملګرتیاوې د ټولو په ګټه دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112570-د_طالبانو_له_حکومت_سره_ډيپلوماټيکې_ملګرتیاوې_د_ټولو_په_ګټه_دي
تر دې دمه له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ د دوام په باب د امریکا دریځ ډير سخت ؤ نو دا څرګندونې ښئ چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت په باب  دسپينې مانۍ په دریځونو کې تر ډیره حده نرمښت لیدل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2022 03:55 Asia/Kabul
  • د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماټيکې ملګرتیاوې د ټولو په ګټه دي

تر دې دمه له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ د دوام په باب د امریکا دریځ ډير سخت ؤ نو دا څرګندونې ښئ چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت په باب  دسپينې مانۍ په دریځونو کې تر ډیره حده نرمښت لیدل کیږي .

زمونږ خبریال  دتسنیم خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ویسټ په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،  په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا شپږ میاشتې تیریږي ، چې  تر اوسه په افغانستان کې د ټولشموله  حکومت لپاره هڅې بې نتیجې  دي، خو د افغانستان له سرپرست او موقته  حکومت سره د ډیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی.

د افغانستان په چارو کې د امریکا دځانګړي استازي ټام ویسټ دغه څرګندونې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه ګردي مېز کې  شوي  او وئيلي ئې دي ، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا شته او د دې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دی،  د طالبانو  له موقته حکومته د تیریدا موضوع ، د افغانانو ترمینځ  هغو ملی خبرواترو ته ضرورت دی ،چې تر دې دمه پکې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

داپه داسې حال کې دي چې تر دې دمه له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ د دوام په باب د امریکا دریځ ډير سخت ؤ نو دا څرګندونې ښئ چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت په باب  دسپينې مانۍ په دریځونو کې تر ډیره حده نرمښت لیدل کیږي .