د افغانستان او پاکستان ترمېنځ پوله ايزه نښته رامنځته شوه
Feb 25, 2022 02:46 Asia/Kabul
په پوله ايزه سيمه کښې د افغانستان او پاکستان د فوځيانو ترمېنځ نښته کښې دوه تنه ووژل شول.
د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې پرون په سپين بولډک کښې د افغانستان او پاکستان پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ وسله ايزه نښته رامنځته شوه چې له کبله يې دوه تنه ووژل شول او اته نور هم ژوبل شول.
د وژل شويو او ژوبلو د پېژندګلۍ په اړه څه نه دي ويل شوي.
د افغانستان او پاکستان په پولو کښې پوله ايز اختلافات او نښتې تل د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې تاوتريخوالي سبب جوړيږي.
ټیګونه