د سپین بولدک- چمن لار د مسافرو پر مخ وتړل شوه
Feb 25, 2022 11:45 Asia/Kabul
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر شخړو وروسته د سپین بولدک - چمن دروازه د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني ملېشو یو افغان ماشوم وهلی ،وروسته طالب ځواکونو پر پاکستاني پوځیانو ډزي کړي چې له کبله يې دوه تنه ووژل شول او ۲۷ هم ژوبل شول.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني ځواکونه د پېښې عاملان بللي خو ویلي یې دي چې لومړی مقابل لوري ډزې پیل کړې وې.
د افغانستان او پاکستان په پولو کښې پوله ايز اختلافات او نښتې تل د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې تاوتريخوالي سبب جوړيږي
سرچینه وایې دامهال دروازه بنده ده او چاته د تګ راتګ اجازه نه شته.
ټیګونه