د تاشکند په غونډه کې د افغانستان د حالاتو ارزونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112724-د_تاشکند_په_غونډه_کې_د_افغانستان_د_حالاتو_ارزونه
د ازبکستان په پلازمیني تاشکند کې د مرکزي اسیا او د اروپایي هیوادونو استازي د افغانستان د حالاتو په هکله د خبرو اترو په ترڅ کې، له دې هیواد سره د نړیوالو د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتونکې شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2022 11:59 Asia/Kabul
  • د تاشکند په غونډه کې د افغانستان د حالاتو ارزونه

د ازبکستان په پلازمیني تاشکند کې د مرکزي اسیا او د اروپایي هیوادونو استازي د افغانستان د حالاتو په هکله د خبرو اترو په ترڅ کې، له دې هیواد سره د نړیوالو د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتونکې شول.

د دې یوه ورځنۍ غونډې ګډونوالو په یوه بیانیه کې تاکېد وکړل چي طالبان باید نړیوال قوانینو ته غاړه کښېږدوي او د بشري حقوقو په تېره بیا د مېرمنو د حقوقو درناوی وکړي او د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي او د یوې ټول شمولي ادارې د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

په دې کې شک نه شته چي اکثره هغه هیوادونه چي په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو له پایلو څخه یې زیاتې اندېښنې څرګندولې د مرکزي اسیا د سیمي دي، د مرکزي اسیا هیوادونه له دې څخه اندېښنه لري چي افغانستان یو ځلي بیا د ترهګرو ډلو لپاره په یوې خوندي ځالې او پټنځای باندې بدل شي، او ترهګري ډلي په افغانستان کې د خپلو موقعیتونو په پیاوړي کولو سره د مرکزي اسیا د سیمي هیوادونو ته ننوځي او په ترهګرو بریدونو لاس پوري کړي.

د سیاسي چارو کارپوه داکټر مروتي په دې اړه وایي: « اوس هم طالبان نه دي توانېدلي چي د هغوی تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له خاوري څخه د سیمي د هیوادونو د نه ګواښلو په زمینه کې یوه باوري فضا رامینځ ته کړي، طالبان د یوې ټول شمولي ادارې د رامینځ ته کېدو په زمینه کې د مرکزي اسیا له هیوادونو سره جدي اختلاف لري او د طالبانو ضد ډلي او ټپلي د مرکزي اسیا په هیوادونو کې فعاله دي.

که څه هم د افغانستان په هکله د هیوادونو تر مینځ په ټولو نړیوالو او سیمه ایزو غونډو کې له دې هیواد سره د بشر دوستانه مرستو په دوام تاکېد کیږي لیکن دا په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده، بلکې په سیاسي محافلو او غونډو کې دا اندېښنه موجوده ده چي افغانستان سره بشر دوستانه مرستې د طالبانو د حکومت په ضد د فشار د اړم په توګه وکارول شي، دې سره به د افغانستان ولس د خوړو او د اساسي توکو د تامین په برخه کې د لا زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه سروش امیري په دې هکله وایي: د دې احتمال چي په راتلونکې کې افغانستان سره بشردوستانه مرستې د سیمه ایزو او نړیوالو له لوري د فشار د یو اوزار په توګه وکارول شي له ذهن څخه لیري خبره نه ده، په تېره بیا چي د افغانستان پوري په اړوندو غونډو کې د اروپایي هیوادونو استازي هم ګډون کوي په داسي حال کې چي لوېدیځ هیوادونه تل له بشردوستانه مرستو څخه د خپلو موخو د پلي کولو لپاره کار اخلي.

د افغانستان له خاوري څخه د مرکزي اسیا په هیوادونو کې د ناامنیو د جوړولو په هکله رامینځ ته شوې ذهنیت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ګټه نه بلل کیږي ځکه چي په دې هیواد باندې د طالبانو د حکومت دوام له ننګونو سره مخامخولایشي.

د مرکزي اسیا هیوادونه له دې څخه اندېښمن دي چي د افغانستان وروستي بدلونونه په مرکزي اسیا کې د ازبکستان او د ترکستان شرقي د غورځنګونو په څېر د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو سبب وګرځي.

دا یوه څرګنده مساله ده چي د افغانستان او د مرکزي اسیا د هیوادونو تر مینځ ژوري فرهنګي، تولنیزي، سیاسي او امنیتي اړیکې موجود دي چي په زیاتو مواردو کې لکه له ترهګرو ډلو سره په مبارزاتو ، د یوې لاري یو کمربند او د انرجیو په لویو پروژو کې د هغوی برخلیک له یو بل سره تړلي دی.