افغانستان ته د پاکستان د غنمو د مرستو یوه لویه جوپه ورسېده
Mar 01, 2022 02:27 Asia/Kabul
افغانستان سره د پاکستان د دولت د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته پرون په تورخم کې افغان چارواکو ته تسلیم شوه.
د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پرون په څو ټویټونو کې لیکلي چې د پاکستان د دولت دغه مرسته چې په ۲۸ لاریو کې بار وه، پرون افغان لوري ته تسلیم شوه.
صادق خان په یوه بل ټویټ کې په تورخم کې د یکشنبې د ورځې د مراسمو یو تصویر هم ایښی چې په کې له افغانستان سره د پاکستان د درملو او خوراکي موادو او ژمنیو وسایلو د ۱۱۲ ټنو مرستو څرګندونه کوي.
پاکستان له افغانستان سره دغه مرستې څو ورځې وروسته له هغې کوي چې افغانستان ته یې له خاورې په سیمه کې د مهم سیال د هند د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستو د لېږدولو بهیر پیل شو.
ټیګونه