افغانستان ته د پاکستان د غنمو د مرستو یوه لویه جوپه ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112862-افغانستان_ته_د_پاکستان_د_غنمو_د_مرستو_یوه_لویه_جوپه_ورسېده
افغانستان سره د پاکستان د دولت د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته پرون په تورخم کې افغان چارواکو ته تسلیم شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2022 02:27 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان د غنمو د مرستو یوه لویه جوپه ورسېده

افغانستان سره د پاکستان د دولت د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته پرون په تورخم کې افغان چارواکو ته تسلیم شوه.

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پرون په څو ټویټونو کې لیکلي چې د پاکستان د دولت دغه مرسته چې په ۲۸ لاریو کې بار وه، پرون افغان لوري ته تسلیم شوه.

صادق خان په یوه بل ټویټ کې په تورخم کې د یکشنبې د ورځې د مراسمو یو تصویر هم ایښی چې په کې له افغانستان سره د پاکستان د درملو او خوراکي موادو او ژمنیو وسایلو د ۱۱۲ ټنو مرستو څرګندونه کوي.

پاکستان له افغانستان سره دغه مرستې څو ورځې وروسته له هغې کوي چې افغانستان ته یې له خاورې په سیمه کې د مهم سیال د هند د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستو د لېږدولو بهیر پیل شو.