طالبان د انجونو د ښونځیو د پرانیستو له ژمنې په شا شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113776-طالبان_د_انجونو_د_ښونځیو_د_پرانیستو_له_ژمنې_په_شا_شول
په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د ښودنې او معارفو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل ، له شپږم صنفه پورته  دانجونو  درست ښونځي تر بلې اطلاع پورې چټي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 23, 2022 08:14 Asia/Kabul
  • طالبان د انجونو د ښونځیو د پرانیستو له ژمنې په شا شول

په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د ښودنې او معارفو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل ، له شپږم صنفه پورته  دانجونو  درست ښونځي تر بلې اطلاع پورې چټي دي .

 داپه داسې حال کې دي چې  له دې مخکې دغه وزارت په نوي تحصیلی کار کې په درستو سویو د ددغه هیواد د ټولو ښونځيو دپرانیتسو  خبر ورکړی ؤ .

د تیر اګست په پنځلسمه نیټه  په افغانستان کې  د طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته د ځينو اصلاحاتو دترسره کیدا په موخې سره  په افغانستان کې د انجونو درست ښونځي تړل شوي  دي.

 په افغانستان کې  تعلیمي کال د هرلمریز  کال د  وري یا حمل د میاشتې له دریمې نیټې  پیلیږي  او  قوس د میاشتې په پنځلسمې نیټې پاي ته رسیږي .

زمونږ خبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د طالبانو د حکومت  دمعارفو وزارت په  اعلامیې کې وئيلی دي ، هروخت د شریعت ، افغان فرهنګ  او دود او دستورو په اسسا ، د مکتب قالی برابر شي ، نو هغه مهال  د طالبانو د رهبرۍ د فرمان په اساس ښونځي پرانیستل کیږي .

ټاکل شوې وه،د انجونو ښونځي  له میاشتو میاشتو چټئ وروسته نن یعني د حمل د میاشتې په دریمه نیټه پرانستل شي،خو داسې ونه شول .

داپه داسې حال کې د چي  دملګروملتو یونیسف ادارې په درست افغانستان کې پر مور پلار غږ شوی ؤ چې  خپل بچیان دې ښونځي ته د لیږد لپاره تیار کړي