عمران خان د پاکستان له ملته د مرستې غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد ملت ته په یوه پیغام کښې وویل چې ټول ملت د مارچ د میاشتې په اوویشتمه نیټه یوځل پیغام ورکړي چې مونږ د بدۍ ملګري نه بلکې د بدۍ پرخلاف یوو .
عمران خان د پاکستان ملت ته په یو نیم دقیقې ضبط شوي پییغام کښې وویل چې الله تعالی په قران کریم کښې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر حکم ورکوي او الله تعالی مسلمانانو ته حکم ورکوي چې له نیکو کارونو سره ملګرتیا وکړئ او د هر بد کار پرضد ودریږئ .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې په هیواد کښې د جمهوریت ، قوم او د عوام پرضد جرم ترسره کیدونکی دی او زه خپل ملت ته وایم چې د مارچ د میاشتې په اوویشتمه نیټه واټونو ته راووځي او ټولنه په دې ډول ژوندۍ وي او په هیواد کښې د غلو ډله د خلکو د سترګو په وړاندې چورتالان او فساد کوي او د پارلمان غړي په پیسو اخیستل کیږي .