طالبان دې پخپلو لیکو کې کم عمره زلمیان نه ګماري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113978-طالبان_دې_پخپلو_لیکو_کې_کم_عمره_زلمیان_نه_ګماري
 په عین حال کې  طالبانو   ددغې ډلې د ځواک لپاره قانوني عمر  نه دی تعریف کړی ، خو  دپخواني حکومت د قوانینوپه اساس ، له اتلس کلونو کم عمره کسان  کم عمره زلمیان بلل کیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2022 10:27 Asia/Kabul
  • طالبان دې پخپلو لیکو کې کم عمره زلمیان نه ګماري

 په عین حال کې  طالبانو   ددغې ډلې د ځواک لپاره قانوني عمر  نه دی تعریف کړی ، خو  دپخواني حکومت د قوانینوپه اساس ، له اتلس کلونو کم عمره کسان  کم عمره زلمیان بلل کیدل .

  د طالبانو رهبر ملا هیبت ا...اخوند زاده په وینا،په پوځي مرکزونو کې د ماشومانو شتون ،د طالبانو دمامورانو د بدنامۍ  او فتنې د رامینځةکیدا سبب کیږي،د طالبانو په ځواکونو کې  د کم عمره  کسانو شتون هغه تورونه دي چې داخلی او بهرنۍ ټولنې ئې  په دغې ډلې لګوي .

صدای افغان خبری آژانس  راپور ورکړی، د طالبانو رهبر ملاهیبت ا...اخوند زاده  پخپل وروستي فرمان کې چې نن خپور شوی دی ،ووئیل،کم عمره زلمیان د بدني کمزورتیاؤ په دلیل  په جهادي عملیاتو کې د ګډون حق نه لري .

 د طالبانو په فرمان کې ټینګار شوی دی ، ددغه فرمان خلاف ورزي کونکي به (چې کم عمره زلمیان وګماري ) بې وسلې شي .

له دې مخکې د طالبانو د امر بالمعروف اونهی از منکر وزارت  هم ددغې ډلې له پوځي مسئولانو غوښتي وو ، چې  کم عمره طالبان دې پخپلو لیکو کې نه جذبوي .

 په عین حال کې  طالبانو   ددغې ډلې د ځواک لپاره قانوني عمر  نه دی تعریف کړی ، خو  دپخواني حکومت د قوانینوپه اساس ، له اتلس کلونو کم عمره کسان  کم عمره زلمیان بلل کیدل .