طالبان دې پخپلو لیکو کې کم عمره زلمیان نه ګماري
په عین حال کې طالبانو ددغې ډلې د ځواک لپاره قانوني عمر نه دی تعریف کړی ، خو دپخواني حکومت د قوانینوپه اساس ، له اتلس کلونو کم عمره کسان کم عمره زلمیان بلل کیدل .
د طالبانو رهبر ملا هیبت ا...اخوند زاده په وینا،په پوځي مرکزونو کې د ماشومانو شتون ،د طالبانو دمامورانو د بدنامۍ او فتنې د رامینځةکیدا سبب کیږي،د طالبانو په ځواکونو کې د کم عمره کسانو شتون هغه تورونه دي چې داخلی او بهرنۍ ټولنې ئې په دغې ډلې لګوي .
صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړی، د طالبانو رهبر ملاهیبت ا...اخوند زاده پخپل وروستي فرمان کې چې نن خپور شوی دی ،ووئیل،کم عمره زلمیان د بدني کمزورتیاؤ په دلیل په جهادي عملیاتو کې د ګډون حق نه لري .
د طالبانو په فرمان کې ټینګار شوی دی ، ددغه فرمان خلاف ورزي کونکي به (چې کم عمره زلمیان وګماري ) بې وسلې شي .
له دې مخکې د طالبانو د امر بالمعروف اونهی از منکر وزارت هم ددغې ډلې له پوځي مسئولانو غوښتي وو ، چې کم عمره طالبان دې پخپلو لیکو کې نه جذبوي .
په عین حال کې طالبانو ددغې ډلې د ځواک لپاره قانوني عمر نه دی تعریف کړی ، خو دپخواني حکومت د قوانینوپه اساس ، له اتلس کلونو کم عمره کسان کم عمره زلمیان بلل کیدل .