له افغانستان سره دې دمرستې لپاره سیمه ایزه همپالنه رامینځةشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114138-له_افغانستان_سره_دې_دمرستې_لپاره_سیمه_ایزه_همپالنه_رامینځةشي
 د پاکستان خارجه وزیر ټينګار وکړ،په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوي پیسې باید آزادې شي او ددغه هیواد سرچینې  دې د افغان ولس  دهوساینې په ګټه استعمال شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 31, 2022 08:10 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره دې دمرستې لپاره سیمه ایزه همپالنه رامینځةشي

 د پاکستان خارجه وزیر ټينګار وکړ،په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوي پیسې باید آزادې شي او ددغه هیواد سرچینې  دې د افغان ولس  دهوساینې په ګټه استعمال شي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان  خارجه وزیر شاه محمود قریشي نن د چین په تونشي ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو  په دریمې ناستې کې پخپلې وینا کې  ووئیل  په افغانستان کې د نوي پیښې شاهدان   وو او په دې زمینې کې  نوي تفکر ته اړتیا لرو .

 شاه محمود قریشي زیاته کړه ، پاکستان په بشپړ ډول  دافغانستان  له مسئلو او ترینګلتیاؤ اغیزمن دی ، او دمونږ درست اقدامات ددې لپاره دي چې  ددغه هیواد معیشتي مشکلات حل شي ، ځکه په میلیونونو  افغان ماشومان  د لوږې او درملنې لپاره له ډيرو کمښتونو سره لاس او ګریوان دي  او  دافغانتسان روغتونونه  هم درمل نه لری  چې باید ددغو مشکلاتو د ختمولو لپاره نړیوال اقدامات ترسره شي .

 د پاکستان خارجه وزیر همداراز ټينګار وکړ ، په نړیوالو بانکونو کې د  افغانستان کنګل شوي پیسې باید آزادې شي او ددغه هیواد سرچینې  دې د افغان ولس  دهوساینې په ګټه استعمال شي .

 د پاکستان  خارجه وزیر  په  دوام کې له جنګ سره پر جدی مخالفت  او دسوله ایزو حل لارو څخه داختلافاتو پر ختمولو هم ټينګار وکړ او وې وئيل ،  دافغانستان  هیواد او موقته حکومت دمونږ ملاتړ ته اړتیا لري ، هم د واکوالۍ په زمینې  کې او هم  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزه کې ، چې دا ټول ملاتړونه د مونږ ټولو په ګټه دي .

Image Caption

 

Image Caption