ملګروملتو د افغانستان لپاره دبشري حقوقو د چارو رپورټر وټاکۀ
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش پرون سهار وئیلي وو ،دافغانستان دمیرمنواو انجونو له حقوقو څخه ملاتړ یو داسې ملاتړ دی چې ماشومان او اړمن کسان له لوږې او ټولنې هم له بې وځلۍ ژغوري .
زمونږخبریال راپور راکړ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپلې ۴۹ کلنۍ غونډې کې ریچارډ بنیټ په افغانستان کې بشري حقوقو د څارنې ، ارزونې او په دې اړه د راپورونو په څوکۍ ګمارلی دی .
ریچارډ بنیټ پخپل یوه ټولینز پیغام کې ددغه خبر په تائيدولو سره لیکلي دي ، زه د افغان ښځو، ماشومانو او نارینه ؤ د انساني حقوقو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کوم او له ټولو شریکانو سره به په ګډه او په پوره ژمنتیا کار وکړم .
داپه داسې حال کې دي چې د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش پرون سهار وئیلي وو ،دافغانستان دمیرمنواو انجونو له حقوقو څخه ملاتړ یو داسې ملاتړ دی چې ماشومان او اړمن کسان له لوږې او ټولنې هم له بې وځلۍ ژغوري .
په افغانستان کې د دانجونو د ښونځیو د حالاتو دتعقیبونې لپاره د ملګرو ملتو دنوي ماموریتونو ته پام په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې وه ، په افاغنتسان کې له څو میاشتنیو چټیانو وروسته ددغه هیواد ا نجونو ښونځي پرانیستل شي ، خو د طالبانو د موقته حکومت د معارفو وزارت اعلان کړی دی چې د متوسط صنفونو ښونځي به تر بلې اطلاع پورې تړلي وي . چې دغې چارې دنړیوالو چغه یو ځل بیا راپورته کړې ده .
خو له دې ټولو سره سره، طالبان وايي حکومت ئې په افغانتسنا کې د بشري حقوقو خوندیتوب ته ژمن دی.