د افغانستان په لویدیځ کښې د ترهګرې حملې دوه عاملین ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114396-د_افغانستان_په_لویدیځ_کښې_د_ترهګرې_حملې_دوه_عاملین_ونیوې_شول
د افغانستان د لویدیځ د هرات ولایت په یو جومات کښې په یو جومات باندې د وروستۍ ترهګرۍ حملې دوه تنه عاملان نیول شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2022 03:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لویدیځ کښې د ترهګرې حملې دوه عاملین ونیوې شول

د افغانستان د لویدیځ د هرات ولایت په یو جومات کښې په یو جومات باندې د وروستۍ ترهګرۍ حملې دوه تنه عاملان نیول شوي دي

د تیرې جمعې په ماښام د افغانستان د هرات ولایت د المهدي جبرئیل ښارګي په جومات باندې د ترهګرې حملې له امله څلور تنه مړه او ۲۵ نور زخمي شوي وو.

د هرات د پولیسو قومندانۍ پرون د یادې حملې د شهیدانو د درنښت په دستورو کښې وویل چې دوه کسان یې په یاد برید کښې د لاس لرلو په تور نیولي دي او ورڅحه پلټنه او تفتیش روان دی.

په دغو مراسمو کښې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر د امنیتي مسئولانو په استازیتوب د پيښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په وسلو سره وویل: د امنیتي ځواکونو له خوا د هرات د خلکو د امنیت ساتنه یوه دیني فریضه ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان دد خلکو او ولس دښمنان د خلکو یووالی او اتحاد نه شي زغملی او په هم دې وجه داسې سپیرې کړنې ترسره کوي.