د هرات والي د ایران په سفارتي دفترونو له حملې خواشیني وښودله
Apr 13, 2022 02:59 Asia/Kabul
د هرات لپاره د طالبانو د حکومت والي په دغه ښار کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د ګډوډي جوړونکو له حملې د خواشینۍ په ښودلو سره د دغه سفارتي دفتر د بشپړ امنیت د تامینولو ژمنه وکړه
په هرات کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د ځینو کسانو له حملې وروسته د هرات والي نور احمد اسلام جار تیره شپه یوه بجه د ایران کنسولګرۍ ته په ورتګ سره د ایران له سرکنسول محمد صدیقي فر سره وکتل.
د طالبانو دغه چارواکي په هرات کښې د ایران د نمایندګۍ په وړاندې د وړمې ورځې د پيښو په وجه د سفارتکارانو د زړه ساتلو او ورسره د غمرازۍ په ترڅ کښې وویل: په کنسولګرۍ باندې د معترضانو د حملې تمه مو نه درلودله.
هغه په هرات کښې د ایران د ډیپلماټیکو ودانیو او سفارتکارانو د امنیت د بشپړه تامینولو ژمنه وکړه.
ټیګونه