پاکستاني فوځيانو په احتجاج کؤنکو افغانانو ډزې وکړې
(last modified Tue, 19 Apr 2022 01:41:32 GMT )
Apr 19, 2022 06:11 Asia/Kabul
  • پاکستاني فوځيانو په احتجاج کؤنکو افغانانو ډزې وکړې

پاکستاني پوله ساتونکو ځواکونو په احتجاج کؤنکو افغانانو باندې په ډزو سره له هغوي څه اته تنه ژوبل کړل.

د اېرنا د رپوټ له مخې د افغانستان د نېمروز يو شمېر اوسېدونکو پرون د ډيورېنډ کرښې څېرمه د افغانستان په ښاريزو په وروستيو حملو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې چې د پاکستان د پوله ايزو ځواکونو لخوا پرې ډزې اوشوې چې له کبله يې اته تنه ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې څو ورځې مخکښې پاکستاني فوځيانو د ډيورېنډ کرښې په نزديو کښې په افغان ښاريزو ډزې وکړې چې په نتيجه کښې يې يو تن ووژل شو.

د پاکستان چارواکو د دغو ډزو په باره کښې تر اوسه د نظر څه څرګندونه نه ده کړې. دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو د موقته حکومت چارواکو د پاکستان لخوا دا ډول حملې ظالمانه بللې او سخته يې غندنه يې کړې ده.

له دې مخکې هم د افغانستان په کنړ او خوست ولايتونو باندې د پاکستاني ځواکونو په هوائي او توپونو په حملو کښې اوه څلوېښت افغان ښاريز چې زياتره يې ښځې او ماشومان ووژل شول.

 

ټیګونه