د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان چاودنې وغندلې
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې په یوې بیانیې کښې د افغانستان د مسلمانانو پرضد د وروستیو غمیزو په غندلو سره د دا ډول پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه .
د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې نن په یوې خبر پاڼه کښې د افغانستان د غمیزو په غندلو سره وویل یوځل بیا دتکفیري ترهګرو جنایتکار او ناپاک لاسونه د وحشي سرزورو له لاستوڼو راووتل او هغه په روژې مبارکې میاشت کښې د افغانستان د روژه تي او د مسلمانو خلکو په وینو ککړ شول .
په دغه خبر پاڼه کښې راغلي دي دغه ترهګرې حملې چې له انساني ، اخلاقي او مذهبي ارزښتونو لیرې دي د امریکا په ملاتړ سره د ترهګرو او د جنایتونو لخوا په سیمه کښې د کړکیچ د رامینځته کولو لپاره ترسره کیږي که څه هم دوې مخکې په سوریې او عراق کښې رسوا شوي دي .
د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې په بیانیې کښې ویل شوي دي د افغانستان په مزار شریف کښې د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ترهګره بم چاودنه په حقیقت کښې د هغه دسیسې او د پلان د پازل بشپړول دي چې په اسلامي امت کښې د تفرقې د رامینځته کولو هڅه کوي چې یو ځل په الاقصی جومات ، بل ځل په پاکستان او همدا اوس په افغانستان کښې روان دي او دا ډول د دې ښودنه کوي چې دا ډول جنایتونه حد او سرحد نه پیژندي .
د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې دغه حملې او بزدلانه جنایتونه په کلکه وغندل او ټینګار یې وکړ د افغانستان اوسنی حکومت د هیواد د ټولو مسلمانانو لپاره د امنیت د رامینځته کولو مسوول دی کوم چې د دیني فرایضو د ترسره کولو په حال کښې دي او باید په دې زمینه کښې ځواب ورکړي .