ایران په افغانستان کښې د ماشومانو د حقوقو خلاف ورزي وغندله
د ایران د ماشومانو د حقوقو د کنونشن ملي مرجع په افغانستان کښې په ماشومانو باندې د تیري په غندنه کښې خبرپاڼه خپره کړه
د ایران د عدلیې وزارت د رپورټ له مخې، د ماشومانو د حقوقو د کنونشن د ملي مرجع په بیانیه کښې راغلي دي: منافقانو او تفرقه اچونکو د افغانستان په خلکو باندې سږنۍ روژه ترخه کړه او د خدای د میاشتې د میلمنو لپاره یې غم او خفګان رامینځته کړ.
په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي: په افغانستان کښې د ترهګرو بریدونو له زیاتیدو سره هممهاله لویدیځو حکومتونو چې په تیرو لسیزو کښې یې د افغانستان په ټولنه کښې د نفاق او تشدد تخم کرلی او د ننني حالت اصلي لامل دي، په یو توکمپال اقدام کښې یې د افغانستاني کډوالو د مرکزونو د خالي کولو او هلته یې د یوکرایني کډوالو د دیره کولو غوښتنه کړې ده.
د ماشومانو د حقوقو د کنونشن ملي مرجع هم داشان وویل: د بشري حقوقو د دفاع د مدعیانو بیرغ د افغانستان، یمن او فلسطین د ځپل شویو خلکو لپاره نه پورته کیږي.
دغې مرجع په خپلې بیانیې کښې د افغانستان له شریفو او ځوریدلو خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې ده.