نیمروز کې د طالبانو او پاکستاني فوځیانو تر مینځ د لانجو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115640-نیمروز_کې_د_طالبانو_او_پاکستاني_فوځیانو_تر_مینځ_د_لانجو_دوام
د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالي کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ حالات ترینګلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 02:03 Asia/Kabul
  • نیمروز کې د طالبانو او پاکستاني فوځیانو تر مینځ د لانجو دوام

د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالي کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ حالات ترینګلی دی.

د سیمې اوسېدونکي افغان رسنیو ته ویلي چې پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان په خاوره کې ازغن تار نصب او پوستې جوړې کړي چي د طالبانو د سرحدي ځواکونو له تند غبرګون سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې دطالبانو حکومت سیمې ته کومکي ځواکونه استولي او پاکستان، چې له وړاندې څخه لانجمنې ساحې ته ځواکونه لیږلي وو، په اختر کې یې د خپلو ځواکونو رخصتۍ ځنډولې ده.

ویل کیږي چي پاکستاني ځواکونو درې ورځې مخکې د چهاربرجک په سرحدي سیمو برید کړی و چي د طالبانو د سرحدي ځواکونو له لوري په شا تمبول شوي دي.

پر ډیورند کرښه، چې ۲۴۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، افغانستان او پاکستان اختلاف لري او په وروستیو کې د دواړو خواوو ترمنځ څو نښتې شوي دي.

دا کرښه، چې په ۱۸۹۳ م کال بریتانیايي افسر مورتمر ډیورنډ کښلې وه، د اوسني پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو او د افغانستان د لسو ولایتونو ترمنځ تېره شوې ده.