د بریښنا کمښت د افغانستان د خلکو ستر مشکل دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116582-د_بریښنا_کمښت_د_افغانستان_د_خلکو_ستر_مشکل_دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د پلازمینې کابل یوشمیر ښاریزو چې د بریښنا له نشتون شکایت کوي وویل د بریښنا سخت کمښت د دوې په کار او کسب باندې منفي اغیز شیندلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 09:18 Asia/Kabul
  • د بریښنا  کمښت د افغانستان د خلکو ستر  مشکل دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د پلازمینې کابل یوشمیر ښاریزو چې د بریښنا له نشتون شکایت کوي وویل د بریښنا سخت کمښت د دوې په کار او کسب باندې منفي اغیز شیندلی دی.

د کابل ښار یوه دوکاندار وویل زه د بریښنا د نشتون په وجه خپل یخچال د المارۍ په توګه استعمالوم.

افغانستان د خپل د ضرورت وړ له شلو فیصدو څخه کمه بریښنا په هیواد کښې تولیدوي او کله نه کله په شمالي ولایتونو کښې د ترهګرو او ناپیژاندو وسله والو کسانو لخوا د بریښنا ستني ورانول کیږي او هغه ویجاړیږي.

په افغانستان کښې د بریښنا د هرې ستني ورانول د کابل او د هیواد د کابو لسو نورو ولایتونو بریښنا تر څو ورځو پورې غوڅوي .

له بلې خوا د بریښنا د صادرونکو هیوادونو لخوا د افغانستان پوروړي کیدل د طالبانو د موقته حکومت نور مشکلات دي.