په کابل کښې بیا بم چاودنه شوي ده
May 29, 2022 10:31 Asia/Kabul
مهر خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان سرچینو وویل په کابل کښې د طالبانو د حکومت د پلټنې پوستې ته نږدې نن بم چاودنه شوي چې له کبله یې دوه طالبان ژوبل شوي دي .
تراوسه هیڅ ډلې د دغه ترهګرې بم چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
افغانستان له تیرو څو میاشتو راهسې د کابل، د مزارشریف او د قندوز د جوماتونو په شمول په بیلابیلو سیمو کښې د ترهګرو حملو کتونکی دی چې تراوسه پکښې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.
د اکثرو ترهګرو حملو مسوولیت داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلې پرغاړه اخیستی دی .
ټیګونه